کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ګربز طوفاني توپوهنې د چینای بریویس له توپ اچونکو لار غلطه کړه

د ګربز طوفاني توپوهنې د چینای بریویس له توپ اچونکو لار غلطه کړه

د ټي ټین لیګ په ۲۸مه لوبه کې څلور افغان لوبغاړو ته چانس ورکړل شو، چې رحمن الله ګربز د روان ټي ټین لیګ چټکه نیمه سلیزه ووهله، شهزاد ۵ منډې وکړې، شینواري ته وخت ورنغی او فاروقي دوه اورونو کې ۷ منډې ورکړې او لوبه ډیلي بولز وګټله.

د ټي ټین یا لس اوریزه لیګ ۲۸مه لوبه د چینای بریویس او ډیلي بولز لوبډلو ترمنځ په ابوظهبۍ کې ترسره شوه، چې په پیل کې ډیلي بولز د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

چینای بریویس لوبډلې په ټاکلو لس اورونو کې د څلور لوبغاړو په سوځېدو ۸۰ منډې وکړې، چې له ډلې انجیلو پریرا ۴۰ او مارک دیال ۲۲ ناسوځېدلې منډې وکړې. ډیلي بولز رومایرو شیفرډ، عادل رشید او ډیوین براوو یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

بنګله ټایګرز لوبډلې د ۸۱ منډو هدف په ډېرې آسانۍ پرته له کوم زیاته په ۴.۱ اورونو کې ترلاسه کړ او چینای بریویس لوبډلې ته یې ستره ماتې ورکړه.

د ډیلي بولز لپاره چندرپال هیمراج ۲۴ او رحمن الله ګربز ۵۷ ناسوځېدلې منډې وکړې. د لوبې غوره لوبغاړی هم ګربز شو، په ۱۶ توپونو د شپږ، شپږیزو او پنځه څلوریزو پرمټ ۵۷ منډې وکړې او د روان لیګ ترټولو چټکه نیمه سلیزه یې په ۱۴ توپونو ووهله.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: پي ایس اېل باید وځنډول شي

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر شاهد خان اپریدي ویلي، چې د پاکستان سوپر لیګ …