کورپاڼه / روغتيا / آیا ستاسو ماشومان هم د غاښونو راختلو پرمهال د درد احساس کوي؟

آیا ستاسو ماشومان هم د غاښونو راختلو پرمهال د درد احساس کوي؟

د کوچنیو ماشومانو غاښونه راختل نه یوازې د ماشوم لپاره بلکې د میندو لپاره هم خورا ستونزمن پړاو وي، ځکه چې ماشوم په دې موده کې له درده ژاړي او خوراک هم نه کوي. موږ په دې لیکنه کې ځینې دا طریقې بیان کړي چې په مرسته یې د ماشوم درد کمېدلی شي.

ځینې کوچني ​​​​ماشومان د شېدو څښلو پرمهال د درد احساس کوي او ځینې بیا د غاښونو د غاښونو د راختلو پر وخت په آرامه سره شېدو څښي. که ستاسو ماشوم د شېدو څښلو په وخت کې درد احساساوه، نو د ګوتو په مرسته یې ژامې مساج کړئ.

کله چې د کوچنيانو غاښونه راخېژي نو دا مهال یې له خولې څخه لیاړې بهېږي، چې ستونزه نه ګڼل کېږي، خو که لیاړي په پرلپسې ډول وبهېږي نو د پوستکي حساسیت او سپوروالی پیدا کولی نو اړینه چې لیاړې یې په نرم ټوکر پاکې شي.

د ماشوم د غاښونو راختلو پرمهال کولی شئ چې هغه ته کومه یخه یا سړه سبزي مثلاً ګازره او بل څه ورکړئ، خو باید په یاد مو وي چې دا مهال ماشوم سختې پاملرنې ته اړتیا لري، ځکه ښایي ګازره یا کومه بله سبزي یې ستوني کې ونښلي.

ماشوم د دې توان نلري چې خپلې روغتیا ته پام وکړي، نو دا د مور مسؤلیت دی چې د ماشوم د مخ له لمس کولو دمخه خپل لاسونه په ښه توګه ومینځي. ټول هغه توکي چې خولې وړل کېږي باید ومینځي او د ډاکټر لارښوونې پلي کړي.

دا هم ولولئ

په ګډه خوراک کول یا له نورو سره خواړه شریکول تاوان لري

یوې څېړنې ښودلې، چې یو زیات شمېر خلک په دې نه پوهېږي چې کله هغوی …