کورپاڼه / روغتيا / آیا د کېلې چای مو کله څښلی؟ څه ډول تیارېږي او ګټې یې څه ډول دي؟

آیا د کېلې چای مو کله څښلی؟ څه ډول تیارېږي او ګټې یې څه ډول دي؟

کېله یوه داسې مېوه ده چې د کال په هر موسم کې پیدا کېږي او واړه او زاړه ټول یې په خوند سره خوري، خو ځینې کسان یې د وزن ډېروالي له امله نه خوري. کېلې په ژمي کې په هغه سیمو کې ډېرې پلورل کېږي چې د تودوخې درجه یې منفي وي.

خو په ژمي کې د کېلو له خوړلو د هغې چای ډېر ګټور وي، چې زیاتې روغتیایي ښېګڼې لري، که څه د کېلو چای به درته حیرانوونکی وي، خو نن ورځ درته په ګټو او د چایو د طریقې په اړه غږیږو.

هغه کسان چې د شپې خوب نه ورځي، هغوی دې د شپې وېده کېدو وړاندې هرو مرو د کېلې چای وڅښي، ځکه چې کېلې امینو اسید او سیروټونین لري، چې دا هغه کیمیاوي مواد په حرکت راولي، کوم چې د خوب په راوستلو کې مرسته کوي او هغه ماشومان چې په بستره کې متیازې کوي، د هغوی لپاره هم ګټور چای دی.

د ژمي په شپو کې ځینې وخت د وېده کېدو پرمهال بدن مېږي-مېږي کېږي یا داسې احساس کېږي لکه بدن ته چې ستنې ور چوخېږي، چې دا ډول کسانو ته د کېلې د چایو د استعمال سپارښتنه کېږي.

د کېلې چای لپاره به کېله له پوستکي سره پرې کړئ او وبه یې ایشوئ او د خوند لپاره به دارچیني ور واچوئ او له شل دقیقو ایشولو وروسته به جوش ورکړئ او لږ غوندې ادرک هم ور زیاتولی شئ.

دا هم ولولئ

په ګډه خوراک کول یا له نورو سره خواړه شریکول تاوان لري

یوې څېړنې ښودلې، چې یو زیات شمېر خلک په دې نه پوهېږي چې کله هغوی …