کورپاڼه / روغتيا / درې هغه توکي چې په ژمي کې مو د سترګو دید یا نظر تېز ساتي

درې هغه توکي چې په ژمي کې مو د سترګو دید یا نظر تېز ساتي

الله تعالی کال څلور فصله یا موسمه ګرځولی او هر موسم له ځان سره داسې ځانګړتیا لري، چې د انسان له عقل څخه بهر وي. نو نن ورځ درته د ژمي موسم او د دې موسم د مېوو او نورو توکو د ګټو په اړه غږیږو.

لکه څنګه چې سترګې د انسان د بدن یو له مهمو غړو څخه دي، نو اړینه ده چې باید ساتنه یې وشي. ټول هغه کسان چې د سترګو کمزوري، له سترګو اوښکي بهېدل او نورې ستونزې لري، په دې توکو دې خپل ستونزې حل کړي.

هغه کسان چې موبايل او کمپيوټر ډېر کاروي او له کاره د لېرې کېدو اجازه هم نلري، نو هیڅ خبره نه ده په اوونۍ کې دوه یا درې ځلې دې د ماهي غوښه وخوري.

د ژمي موسم رارسېدلی او له ځان سره یې کېنو، انګور او نورې هم راوړي، نو که چېرته غواړئ چې سترګې مو یخې یا سړې وي، نو پخپل خوراک کې کېنو، انګور او نورې مېوې اضافه کړئ.

ګازرې هم د ژمي له سبزیجاتو څخه دي، چې د ویټامین ای او بیټا کیروټین مهمه منبع ده او دا دواړه توکي د سترګو دید تېزوي او کوچنیو ماشومانو ته ځکه د ګازرو د خوراک لارښوونه کېږي ترڅو هغوی د عینکو اچولو ته اړ نشي.

دا هم ولولئ

په ګډه خوراک کول یا له نورو سره خواړه شریکول تاوان لري

یوې څېړنې ښودلې، چې یو زیات شمېر خلک په دې نه پوهېږي چې کله هغوی …