کورپاڼه / کرکټ / اوین مورګن: بریتانوي لوبغاړي باید د امکان تر حده لیګ کرکټ ولوبوي

اوین مورګن: بریتانوي لوبغاړي باید د امکان تر حده لیګ کرکټ ولوبوي

د انګلستان کرکټ لوبډلمشر اوین مورګن بریتانوي لوبغاړو ته سپارښتنه کړې چې د امکان تر حده دې د لیګ کرکټ ولوبوي.

د ۲۰۱۹ کال نړیوال جام ګټونکې لوبډلمشر اوین مورګن د کرکټ له یوې مشهورې وېبپاڼې سره په مرکه کې ویلي:((لس کاله وړاندې نه پوهېدم چې د نړۍ په کوم ځای کې لیګ کرکټ کېږي.)) خو نن ورځ فرصتونه تر بل هر وخت زیات دي او لوبغاړي باید د خپلو لوبو د ښه کولو لپاره په دغو بهرنیو لیګونو کې ګډون وکړي.

اوین مورګن زیاته کړې، ما د کیریر په پیل کې په آی پي اېل کې د لوبېدو چانس پیدا کړ، چې په دې مې فرصت ترلاسه کړ چې د محدودو اورونو کرکټ رازونه زده کړم، او خپله لوبه ښه کړم.

په بهرنیو لیګونو کې لوبېدل به د بریتانوي لوبغاړو باور زیات کړي او دوی ته به د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه د کرکټ لوبغاړو سره د لوبې فرصت ورکړي چې ډیر څه زده کړي.

هغه زیاته کړې، چې د کرکټ په نړۍ کې د سپین بال یا شل اوریز کرکټ غوښتنه زیاته ده او دغه فارمیټ هم د شهرت له پلوه په لومړي سر کې دی او بریتانوي لوبغاړي باید د تجربو له بټۍ تېر شي. د اوین مورګن په وینا، ځوان بریتانوي کرکټران باید ځان محدود نه کړي او د کرکټ لوبو ته ځان چمتو کړي.

دا هم ولولئ

افغانستان د هالېنډ لوبډلې ته د ۲۲۳ منډو هدف وټاکه

د هالېنډ لوبډلې پر وړاندې د افغانستان کرکټ لوبډلې دومره خوندوره لوبه ونه کړه او …