کورپاڼه / هنر او کلتور / پریانکا چوپړا: له خاوند څخه د لېرې والي په سبب سږکال راته ستونزمن و

پریانکا چوپړا: له خاوند څخه د لېرې والي په سبب سږکال راته ستونزمن و

د بالیووډ مشهورې اداکارې پریانکا چوپړا، چې دا مهال په لندن کې د خپلو کارونو په بشپړولو بوخته ده، په یوه مرکه کې وايي، له خپل خاوند نیک جونس څخه د لېرې والي له امله دا راته یو ستونزمن کال و.

د یادونې وړ ده چې د بالیووډ او هالیووډ مشهوره جوړه د امریکا په لاس اینجلس کې کور لري او پریانکا چوپړا بیا په لندن کې خپل کور لري.

پریانکا چوپړا ویلي دي، چې نیک جونس له هغې سره په لندن کې د یوې ورځې تېرولو یا غرمې لپاره ورځي.

هغې د ځان او خپل خاوند د لوبیز مصروفه ژوند په اړه د خبرو په ترڅ کې ویلي چې د بوخت مهالویش سره سره موږ دواړه یو بل ته وخت ورکوو او په دې وخت کې یوازې خبرې کوو.

نوموړې زیاته کړې چې هغه او خاوند یې یو بل د زړه له تله سره پېژني او یو بل ته ترجیح ورکوي او د مسلک د توپیر سربېره هم د یو بل په مسلک کې کار نلرو.

دا هم ولولئ

نجیبه فیض

نجیبه فیض په پاکستان کې د سیکانو ګوردوارې ته تللې

د پښتو او اردو سریالونو مشهوره اداکاره، موډله او د ټلویزیوني خپرونو کوربنه نجیبه فیض …