کورپاڼه / اسعار / ۱۱ قوس ۱۴۰۰ کال: د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو تازه نرخونه
افغانۍ او بهرني اسعار

۱۱ قوس ۱۴۰۰ کال: د افغانیو پر وړاندې د بهرنیو اسعارو تازه نرخونه

امریکایي ډالر، چې یوه ورځ وړاندې په ۹۵.۹۰ افغانیو باندې تبادله کېدل، نن یې په نرخ کې ۳۰ پوله زیاتوالی راغلی او د (۱۱ قوس ۱۴۰۰ \ ۲ دسمبر ۲۰۲۱) د چهارشنبې په ورځ په سرای شهزاده کې یو امریکایي ډالر په ۹۶.۱۰ افغانیو دي.

همدا راز یورو په ۱۰۷.۴۰ افغانۍ، پاونډ په ۱۲۳.۸۰ افغانۍ، د سویس فرانک په ۱۰۰ افغانۍ، د اسټرالیا ډالر په ۶۵.۹۵ افغانۍ او د کاناډا ډالر په ۷۴.۲۰ افغانۍ دي.

د ډنمارک کرون په ۱۳.۸۰ افغانۍ، د ناروې کرون ۱۰.۲۵ افغانۍ، د سویډن کرون په ۱۰.۱۰ افغانۍ، د سعودي عربستان ریال په ۲۴.۸۰ افغانۍ، د متحده عربي اماراتو درهم په ۲۵.۵۰ افغانۍ، د کویټ دینار په ۲۹۵ افغانۍ، د قطر ریال په ۲۴.۲۰ افغانۍ او د بحرین دینار په ۳۰۴ افغانۍ دی.

د ترکیې لېره په ۸ افغانۍ، د چین ین په ۱۳.۵۰ افغانۍ، د روسیې روبل په ۱.۳۵ افغانۍ، د جاپان ۱۰۰۰ ین په ۸۲۰ افغانۍ، د ایران ۱۰۰۰ تومان په ۳.۳۳ افغانۍ، د هند ۱۰۰۰ روپۍ په ۱۱۵۰ افغانۍ او د پاکستان ۱۰۰۰ روپۍ په ۵۲۲ افغانۍ دي.

د یادولو وړ ده چې دا نرخونه تازه د سرای شهزاده له فیسبوکپاڼې څخه ترلاسه شوي دي، د بهرنیو اسعارو نرخونه د ورځې په جریان کې هم بدلېږي رابدلېږي.

دا هم ولولئ

۱۷ قوس ۱۴۰۰ کال: امریکایي ډالر د افغانیو پر وړاندې نور هم پورته شول

امریکایي ډالر، چې تېره ورځ یې د افغانیو پر وړاندې سلیزه ووهله، نن یې هم …