کورپاڼه / هنر او کلتور / راهول له اتیا شیټي سره د هغې د ورور د لومړي فلم (تړپ) په پریمیر کې ګډون وکړ

راهول له اتیا شیټي سره د هغې د ورور د لومړي فلم (تړپ) په پریمیر کې ګډون وکړ

د هند کرکټ لوبډلې پیلیز توپ وهونکي لوکیش راهول له اتیا شیټي سره د هغې د ورور آهان شیټي د لومړي فلم (تړپ) په پریمیر کې ګډون وکړ.

د هند کرکټ ملي لوبډلې اوپنر لوکیش راهول او بالیووډ ستوري سنیل شیټي لور اداکاره اتیا شیټي زیاتره وخت په ټولنیزو رسنیو کې د یو بل عکسونه خپروي.

اتیا شیټي هم له راهول سره په نړیوالو کرکټ سفرونو کې، ملګري وي، خو اوس داسې ښکاري چې دواړه به په خلکو خپله اړیکه ومني. هندي رسنۍ وایي، د اتیا د خپل ورور اهان شیټي د لومړي فلم (تړپ) په پریمیر کې له راهول سره یوځای ګډون کړی و.

سربېره پر دې د فلم په پریمیر کې د شیټي کورنۍ ټولو غړو ګډون کړی و او د بالیووډ نور فلمي ستوري هم هلته موجود ول.

د یادونې وړ ده چې د اتیا شیټي او راهول په اړه له ډېر وخت راهیسې راپورونه خپرېږي، چې دوی سره ملګرې دي او نږدې وخت کې به واده وکړي.

دا هم ولولئ

بابر اعظم

بابر اعظم یو بل ویاړ هم ترلاسه کړ، د یوه ورځنیو لوبو د کال غوره لوبډلې لوبډلمشر شو

د پاکستان کرکټ لوبډلمشر بابر اعظم ته يو بل ویاړ هم ور کړل شو، کرکټ …