کورپاڼه / هنر او کلتور / ګجراج راو، ویکي ته: چې سیلفي وانخلم نو په واده کې ګډون نه کوم

ګجراج راو، ویکي ته: چې سیلفي وانخلم نو په واده کې ګډون نه کوم

د بالیووډ مشهور او تجربه لرونکي اداکار ګجراج راو د هندي اداکار ویکي کوشل په نوم یو پیغام خپور کړی دی.

ګجراج راو پر انستاګرام د کترینه کیف او ویکي کوشل په واده کې د موبایل په وړلو د بندیز خبر خپور کړی او ویکي کوشل یې مینشن کړی او لیکلي یې دي چې سیلفي وانخلم نو په واده کې ګډون نه کوم.

د ګجراج راو د انستاګرام سټوري د ټولنیزو رسنیو پر ډېرو پاڼو خپره شوې او هندي رسنۍ وایي چې د نوموړي دا سټوري د دې خبرې ثبوت دی چې ویکي او کترینه واده کوي.

د بالیووډ د مخکښې جوړې کترینه کیف او ویکي کوشل لخوا تر اوسه پورې د واده راپورونه نه دي تایید شوي، خو هندي رسنۍ ټینګار کوي چې د دواړو د واده مراسم به د دسمبر له ۷مې پیل شي.

هندي رسنیو له دې وړاندې ادعا کړې وه چې د دواړو په واده کې ګډون کوونکي میلمانه له ځان سره موبایل نشي وړلی او یو لړ نور شرایط یې هم ورته ټاکلي دي.

دا هم ولولئ

نجیبه فیض

نجیبه فیض په پاکستان کې د سیکانو ګوردوارې ته تللې

د پښتو او اردو سریالونو مشهوره اداکاره، موډله او د ټلویزیوني خپرونو کوربنه نجیبه فیض …