کورپاڼه / جالب / یو سړي د زیاتو فوټبال توپونو په راټولولو د ګینس ریکارډ جوړ کړی

یو سړي د زیاتو فوټبال توپونو په راټولولو د ګینس ریکارډ جوړ کړی

د مکسیکو یو اوسیدونکی، چې د فوټبال د لوبې سرسخت مینه وال دی، د فوټبال د ۱۲۳۰ بېلابېلو توپونو په راټولولو سره یې د ګینس نړیوال ریکارډ مات کړ.

دا شخص رومیرو سالدیوار نومېږي، نوموړی وایي، چې د هغه د توپونو راټولول په ۲۰۰۶ کې هغه وخت پیل کړ، کله چې هغه په ​​​​جرمني کې په نړیوال جام کې برخه اخیستې وه او یو توپ یې اخیستی و ترڅو هغه او ملګري یې پرې لوبې وکړي.

سالدیوار ویلي چې د مکسیکو له بېلابېلو پلورنځیو څخه توپونه اخیستل او له ځان سره ساتل او وروسته یې د ټولنیزو رسنیو له هغه ګروپونو سره یوځای شو، چې په نړیواله کچه آنلاین توپونه یې پیرودل.

ګینس منلې چې سالدیوار د ارجنټایتي شخص، فرنیندو فوګلیني ریکارډ مات، نوموړي له دې وړاندې ۸۶۱ توپونه راټول کړی و، خو سالدیوار دغه شمېر ۱۲۳۰ ته ورساوه.

سالدیوار زیاته کړې، چې هیله لرم چې زما دا نړیوال ریکارډ د نورو خلکو لپاره د مایله کېدو سبب وګرځي.

دا هم ولولئ

ناسا ته په مریخ کې د تشناب جوړولو نظریه ور کړئ او پیسې وګټئ

د امریکا فضايي ادارې ناسا په ټوله نړۍ کې د تخلیق ګرو او جوړونکو لپاره …