کورپاڼه / بېلا بېل / د نړۍ د لسو قیمتي ښارونو نوملړ خپور شو

د نړۍ د لسو قیمتي ښارونو نوملړ خپور شو

د اقتصادي استخباراتو ادارې، چې په نړیواله کچه د ژوند کولو لګښت ارزوي، د نړۍ تر ټولو قیمتي یا ګران بیه ښارونو نوملړ یې اعلان کړ.

د بي بي سي د راپور له مخې، د یادې ادارې سروې د اسراییلو تل ابیب ښار د ژوند کولو لپاره د نړۍ ترټولو ګران ښار په توګه نومول دی او پاریس او سینګاپور په دې نوملړ کې په ګډه دوهم ځای لري.

راپور زیاتوي، چې اسرایلي ښار په تېره سروې کې پنځم مقام خپل کړی و. همدا راز پاریس، زیورخ او هانګ کانګ تېر کال لومړی مقام خپل کړی و.

خو سږ کال د قیمتي ښارونو په نوملړ کې زیورخ او هانګ کانګ په څلورم او پنځم مقام کې دي. همدا راز نیویارک شپږ، جنیوا اووم، کوپن هیګن اتم، لاس اینجلس نهم او اوسکا لسم مقام خپل کړی دی.

په دې سروې کې د ۱۷۳ ښارونو پر توکي او خدمتونو د لګښتونو څېړنه شوې او د قیمتونو پرتلنه یې په امریکایي ډالرو سره شوې ده.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې د پیازو پرې کولو پرمهال مو سترګې اوښکې ونه کړي؟

د ترکارۍ په تیارولو کې د پیازو استعمال اړین وي او کله چې پیاز پرې …