کورپاڼه / هنر او کلتور / د سلمان خان کورنۍ او د کترینه نږدې ملګرې هم د ویکي د واده بلنه نه ده ترلاسه کړې

د سلمان خان کورنۍ او د کترینه نږدې ملګرې هم د ویکي د واده بلنه نه ده ترلاسه کړې

د هندي سینما د مخکښې اداکارې کترینه کیف او ویکي کوشل د واده د بلنلیک په اړه د سلمان خان خور ارپیتا خان څرګندونې کړي دي.

په هندي رسنیو کې داسې خبرونه خپاره شوي، چې د کترینه او ویکي له خوا په رابلل شویو میلمنو کې سلمان خان او د هغه کورنۍ هم شامله ده، خو اوس رسنیو په دې اړه د سلمان خان خور پوښتلې ده.

له ارپیتا وپوښتل شول، ایا تاسې ته د کترینه د واده ته بلنه در کړل شوې؟ ارپیتا ورته په ځواب کې وویل چې نه، موږ ته تر اوسه کوم بلنه نه ده رسیدلې.

کله چې دا خبر په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو، مینه وال یې حیران نه شول، بلکې دا پوښتنه یې راپورته کړه، ارپیتا چې د کترینه نږدې ملګرې ده، تر اوسه ورته بلنه نه ده ورکړل شوې نو ایا د هغې واده په رښتیا هم کېږي که هسې آوازې دي؟

د یادونې وړ ده چې ارپیتا خان او کترینه کیف نږدې ملګري دي، چې ډیری وختونه په پارټیو یا مجلسونو کې یوځای لیدل کیږي او د دواړو ډیر عکسونه هم پر ټولنیزو رسنیو خپاره شوي.

دا هم ولولئ

نجیبه فیض

نجیبه فیض په پاکستان کې د سیکانو ګوردوارې ته تللې

د پښتو او اردو سریالونو مشهوره اداکاره، موډله او د ټلویزیوني خپرونو کوربنه نجیبه فیض …