کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د سریلانکا او ویسټ انډیز ترمنځ د ټیسټ لوبې څلورمه ورځ هم پای ته ورسېده

د سریلانکا او ویسټ انډیز ترمنځ د ټیسټ لوبې څلورمه ورځ هم پای ته ورسېده

د سریلانکا او ویسټ انډیز لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو د دویمې لوبې څلورمه ورځ هم پای ته ورسېده او سریلانکا ۲۷۹ منډې جوړې کړي.

دغه ټیسټ لوبه د ویسټ انډیز په کوربتوب په ګال کې ترسره کېږي، چې د لوبې په پیل کې سریلانکا پچه وګټله او پخپله یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

سریلانکا لوبډلې په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۰۴ منډې جوړې کړې، چې پاتوم نېسانکا ۷۳، دیموت کرونارتني ۴۲ او انجیلو متیوس ۲۹ منډې جوړې کړې.

د ویست انډیز لپاره ویراسمي پرمل غوره توپ اچونه وکړه، هغه پنځه ویکټې ترلاسه کړې، دغه راز جومیل واریکان څلور او روسټن چیس یوه ترلاسه کړه.

ویست انډیز ورته په ځواب کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۲۵۳ منډې وکړې او پر سریلانکا یې ۳۹ منډې واړولې، چې کریک بریتویټ ۶۶، جیرمین بلاکووډ ۴۴ نکروما بونر ۳۵ او کایل میرس ۳۶ ناسوځېدلې منډې وکړې او سریلانکا ته رامیش مینډیس شپږ، پروین جایاویکرامه او لاست ایمبولادینا دوه-دوه ویکټې واخیستې.

سریلانکا بیا د څلورمې ورځې تر پایه اته ویکټې له لاسه ورکړي، ۳۲۸ منډې لري، چې دننجایا ډي سلوا ۱۵۳ او لاست ایمبولادینا په ۲۵ منډو ولاړ دي او سبا به هم لوبې ته دوام ورکړي.

دا هم ولولئ

سنیل ګواسکر یو ځل پر ویرات کوهلي نېوکې وکړې

د هند پخواني کرکټ لوبغاړي سنیل ګواسکر د سویلي افریقا پر وړاندې ټیسټ لوبه کې …