کورپاڼه / کرکټ / ښایي سویلي افریقا ته د هند لوبلړي وځنډېږي

ښایي سویلي افریقا ته د هند لوبلړي وځنډېږي

د نړیوالې وبا کورونا د نوې بڼې اومي کرون په سبب د هند کرکټ لوبډلې دوره، چې سویلي افریقا ته یې لري، ښایي له ځنډ او خنډ سره مخ شي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د هند کرکټ لوبډلې د سویلي افریقا سفر، چې د روان دسمبر میاشتې په ۹مه مهالویش شوی، ښایي له ځنډ سره مخ شي.

د هند او سویلي افریقا ترمنځ به درې یوه ورځنۍ، درې ټیسټ لوبې او څلور شل اوریزې لوبې مهالویش شوي، چې د سویلي افریقا په کوربتوب به ترسره شي.

له دې وړاندې په سویلي افریقا کې د کورونا وایروس د نوې بڼې د قضیو د ډېرېدو په سبب د سویلي افریقا او هالېنډ ترمنځ د یوه ورځنیو لوبو لوبلړۍ پای ته ورسېده.

د سویلي افریقا کرکټ بورډ وایي چې د لوبلړۍ د ختمولو پرېکړه د دواړو کرکټ بورډ له خپلمنځي مشورې وروسته کوي.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …