کورپاڼه / کرکټ / پاکستان د ویسټ انډیز پر وړانډې لوبلړیو ته لوبډله اعلان کړه

پاکستان د ویسټ انډیز پر وړانډې لوبلړیو ته لوبډله اعلان کړه

پاکستان د ویسټ انډیز پر وړاندې د لوبلړۍ لپاره خپله لوبډله اعلان کړه، چې په دې لوبډله کې شعیب ملک، سرفراز احمد او عماد وسیم ته ځای نه دی ورکړل شوی، خو حسن علي ته یې آرام ورکړی دی.

د درېیو شل اوریزو نړیوالو سیالیو لپاره په اعلان شوې ۱۵ کسیزه لوبډله بابر اعظم لوبډلمشر په غاړه لري او شاداب خان به یې مرستیال لوبډلمشر وي.

په اعلان شوې شل اوریزه لوبډله کې بابر اعظم، شاداب خان، اصف علي، فخر زمان، حیدر علي، حارث رووف، افتخار احمد، خوشدل شاه، محمد حسنین، محمد رضوان، محمد وسیم، شاهین افریدي، شاهنواز داني، عثمان قادر او محمد نواز شامل دي.

همدا راز د یوه ورځنیو لوبو لپاره په اعلان شوې ۱۷ کسیزه لوبډله کې بابر اعظم (لوبډلمشر) شاداب خان (مرستیال لوبډلمشر، اصف علي، فخر زمان، حیدر علي، حارث رووف، افتخار احمد، امام الحق، خوشدل شاه، محمد نواز، محمد رضوان، محمد وسیم، محمد حسنین، سعود شکیل، شاهین افریدي، شاهنواز داني او عثمان قادر ځای لري او عبدالله شفیق به د اختیاطي لوبغاړي په توګه موجود وي.

ویسټ انډیز به د دسمبر په ۹مه پاکستان ته سفر وکړي او په ۱۳، ۱۴ او ۱۶مه نېټه به شل اوریزه لوبلړۍ او یوه ورځنۍ لوبلړۍ به په ۱۸، ۲۰ او ۲۲مه ترسره کړي.

دا هم ولولئ

د افغان نولس کلنو کم عمره ځوانانو سبانۍ لوبه په ټلویزون ښودل کېږي

د افغانستان له نولس کلنو کم عمره ځوانانو نړیوال جام د روانې جنورۍ په ۱۴مه …