کورپاڼه / هنر او کلتور / فردین خان بېرته فلمونو ته راوګرځېده، خو پر ځان یې په زړه پورې تبصره هم وکړه

فردین خان بېرته فلمونو ته راوګرځېده، خو پر ځان یې په زړه پورې تبصره هم وکړه

د بالیووډ اداکار فردین خان بېرته فلمي صنعت ته په راګرځېدو سره ویلي، چې هغه داسې احساس کوي لکه نوی-نوی چې فلمونو ته راغلی وي.

فردین خان د سنیل شیټي د زوی آهان شیټي د لومړي فلم (تړپ) په پریمیر ته د هغه ملاتړ ته راغلی. هغه فلمونو ته په بېرته راتګ خوښي څرګنده کړه او ويې ويل چې داسې ښکاري لکه باليووډ ته چې نوی راغلی يم.

فردین خان له سنیل شیټي سره د خپلو اړیکو په اړه وویل، چې هغه د خپل دویم فلم (جنګل) څخه را په دېخوا پیژني، سنیل شیټۍ په ​​دې فلم کې د فردیت مرستندویه اداکار و.

د نوموړي پر وینا چې سنیل شیټي په دې موده کې د هغه ملګری او خیر غوښتونکی و او سنیل شیټي دومره مهربانه انسان ګڼي چې د اړتیا پر وخت هر وخت حاضر وي.

او د اهان شیټي په اړه وایي چې اهان له هغه وخت راهیسې پېژني کله چې هغه ماشوم و، خو اوس هغه یو ښه رول لوبوي او هیله یې څرګنده کړې چې د هغه کیریر غوره واوسي.

د یادونې وړ ده چې فردین خان د وروستي ځل لپاره په ۲۰۱۰ میلادي کال په سکرین لیدل شوی و، خو اوس به یو ځل بیا د (واسفوټ) فلم سره فلمونو ته راوګرځي.

دا هم ولولئ

نجیبه فیض

نجیبه فیض په پاکستان کې د سیکانو ګوردوارې ته تللې

د پښتو او اردو سریالونو مشهوره اداکاره، موډله او د ټلویزیوني خپرونو کوربنه نجیبه فیض …