کورپاڼه / روغتيا / آیا د جنغوزیو له ډېرو حیرانوونکو ګټو خبر یاست؟

آیا د جنغوزیو له ډېرو حیرانوونکو ګټو خبر یاست؟

جنغوزي د ژمي له غوره ډالیو څخه دي، چې د روغتیا لپاره بیخي ګټور ګڼل کېږي. له یوې څېړنې ثابته شوې، چې د جنغوزیو استعمال نه یوازې د زړه د ناروغیو لپاره، بلکې د هغه کسانو لپاره هم ګټور تمامېږي، چې د شکرې په ناروغۍ اخته وي.

د جنغوزیو په جوړښت کې ویټامین ای، ویټامین بي، ویټامین سي، ویټامین ډي او ویټامین ایي د انټي اکسایدو په ډول شتون لري، چې د پوستکي حجرې په فعالیت راولي او په ښکلي کولو کې یې اغېزمن تمامېږي. دغه راز د نظر په تېزولو کې هم مرستندویه تمامېږي.

بله خوا په جنغوزیو کې موجود فایبر د قبض او د معدې د ګاز په ختمولو کې ګټور ګڼل کېږي او له بدن څخه د زهرجنو موادو په ایستلو کې مهم رول لوبوي. دغه راز جنغوزي د کولمو دېوالونه پاکوي، چې په پایله کې د هاضمې سیستم ښه کوي.

په جنغوزیو کې اولیک اسید هم شتون لري، چې د وینې د کلیسټرولو کچه برابره ساتي او د مختلفو ناروغیو مخنیوی کوي. دغه راز د جنغوزیو ویټامین کی نه پرېږدي چې وینه په جامد حالت کې پاتې شي او د وینې په جریان کې هم ښه والی راولي، خو که چېرته بدن له ویټامین کی له کمښت سره مخامخ شي، نو په دې برخه کې ستونزې راولاړولی شي.

وچو جنغوزیو کې ۸.۱۰ کالوري، ۰.۰۸ ګرامه فایبر، ۰.۲۴ ګرامه کاربوهایډریټ، ۰.۴۲ ګرامه پروټین او ۰.۸۹ ګرامه فټ موندل کېږي. جنغوزي چې د نورو وچو مېوو په پرتله ډېر ژر اغېزې پرېباسي نو ځکه خو له نورو وچو مېوو څخه لوړه بیه هم لري.

دغه راز د نورو وچو مېوو په پرتله د پروټینو یوه غوره وسیله هم ګڼل کېږي، چې د لوږې احساس کموي او د وزن په کمولو کې ګټور تمامېږي. د جنغوزیو په استعمال سره ګردو، مثانې او ځیګر ته ځواک ور په برخه کوي، پوستکي ته ګټور تمامېږي او د جنغوزیو غوړي چې له پخوا وختونو څخه استعمالېږي هم د مختلفو ناروغیو مخنیوی کوي.

دا هم ولولئ

پالک وخورئ او روغ او سالم ژوند وکړئ

پالک چې تقریباً په هر کور کې پخېږي، ګڼې حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري. روغتیایي کارپوهان …