کورپاڼه / کرکټ / بین سټوکس شپږ میاشتې وروسته بیا کرکټ ته راوګرځېده

بین سټوکس شپږ میاشتې وروسته بیا کرکټ ته راوګرځېده

د انګلستان کرکټ لوبډلې مخکښ الراونډر لوبغاړی بین سټوکس له ډېرې مودې راهیسې له کرکټ څخه لېرې و، د ایشیز لوبلړۍ لپاره په تمریناتي لوبه کې ولوبېده.

دا تمریناتي لوبه چې په برسبین کې روانه ده او څلور ورځې به دوام وکړي، بین سټوکس پکې غوره توپ اچونه وکړه، نوموړي دوه لوبغاړي پویلین ته ولېږل.

بین سټوکس، چې شپږ میاشتې د ټپونو په سبب له کرکټ څخه لېرې و، په تمریناتي لوبه کې یې لس اورونه ترسره کړل، چې په دې اورونو کې یې کریس ووکس او زیک کراولي له میدان بهر کړل.

نوموړي په یاده موده کې پخپله له کرکټ څخه لېرې و، چې په همدې سبب د آی پي اېل په سیالیو او ورپسې په نړیوال جام کې هم له خپلې لوبډلې سره نه و.

استرالیا په تمریناتي لوبه کې لومړۍ ټوله ورځ ولوبوله، څلور لوبغاړي یې وسوځېدل او ۲۲۶ منډې یې وکړې. د یادونې وړ ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به د ایشیز لوبلړۍ راتلونکې اوونۍ پیل کړي.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …