کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د ځاځي توپوهنې یو ځل بیا بنګله ټایګرز لوبډله بریالۍ کړه

د ځاځي توپوهنې یو ځل بیا بنګله ټایګرز لوبډله بریالۍ کړه

د ټي ټین لیګ په ۲۹مه لوبه کې یو افغان لوبغاړي ته چانس ورکړل شو او هغه هم حضرت الله ځاځی چې نیمه سلیزه ووهله او لوبډلې یې بریا هم خپله کړه.

د ټي ټین یا لس اوریزه لیګ ۲۹مه لوبه د بنګله ټایګرز او نارترن واریرز لوبډلو ترمنځ په ابوظهبۍ کې ترسره شوه، چې په پیل کې نارترن واریرز د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

بنګله ټایګرز لوبډلې په ټاکلو لس اورونو کې د یو لوبغاړي په سوځېدو ۱۱۹ منډې وکړې، چې له ډلې حضرت الله ځاځي ۵۵ او فاف ډوپلیسي ۳۸ ناسوځېدلې منډې وکړې. د نارترن واریرز لپاره عمران طاهر یوه ویکټ ترلاسه کړه.

نارترن واریرز لوبډلې د ۱۲۰ منډو هدف په تعقیب د شپږو لوبغاړو په سوځېدو ۸۹ منډې وکړې او بنګله ټایګرز لوبډلې ته یې په ۳۰ منډو لوبه وبالله.

د نارترن واریرز لوبډلې لپاره عمران علي تر ټولو زیاتې ۳۹ ناسوځېدلې منډې وکړې. د بنګله ټایګرز لپاره ټام هارتلي دوه، جیمس فولکنیر او لوک فلیچر یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه. ځاځی د لوبې غوره لوبغاړی شو.

دا هم ولولئ

مجیب الرحمان

ای پي ایل کې مجیب الرحمان د ۲ کروړه روپيو کټګورۍ کې نوملیکنه کړې

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي مجیب الرحمان د ای پي ایل …