کورپاڼه / تجارتي ليګونه / له حضرت الله ځاځي وروسته رحمان الله ګربز هم مېدان لوټ کړ
رحمان الله ګربز

له حضرت الله ځاځي وروسته رحمان الله ګربز هم مېدان لوټ کړ

نن د ابوظهبي ټي ټین لیګ په لومړۍ لوبه کې حضرت الله ځاځي نیمه سلیزه ووهله او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې ترلاسه کړه، چې په دویمه لوبه کې بیا رحمان الله ګربز هم توپاني توپوهنه ترسره کړه او د لوبې د ګټلو ترڅنګ د لوبې غوره لوبغاړی هم شو.

د ابوظهبي ټي ټین لیګ ۳۰مه لوبه نن د ډیلي بولز او ټیم ابوظهبي لوبډلو ترمنځ ترسره شوه، چې په پیل کې ټیم ابوظهبي د لوبې پچه وګټله او لومړی یې ډیلي بولز ته د توپوهنې بلنه ورکړه.

د ډیلي بولز لپاره رحمان الله ګربز او شیرفان رودرفورډ توپاني توپوهنه ترسره کړه چې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې ډیلي بولز د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۵ منډې وکړې، رحمان الله ګربز په ۲۹ توپونو ۶۹ او رودرفورډ په ۲۲ توپونو ۵۲ منډې وکړې. د ټیم ابوظهبي له خوا نوین الحق، لیام لیوینګسټون او شیلډون کوټریل ۱-۱ ویکټ واخیستې.

د ۱۳۶ منډو هدف په تعقیب کې د ټیم ابوظهبي لوبډلې په ټاکلو ۱۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۸۶ منډې وکړې، چې د ۴۹ منډو په ستر توپیر یې په لوبه کې ماتې وخوړه. د دوی له خوا لیام لیوینګسټون ۲۹ او پیل سالټ ۲۵ منډې وکړې. د ډیلي بولز له خوا بیا عادل رشید او ډومینیک ډریکس ۳-۳ ویکټې ترلاسه کړې.

د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه رحمان الله ګربز ته ورکړل شوه، چې نن یې یو ځل بیا ډېره زبردسته او په زړه پورې توپوهنه ترسره کړې وه.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: پي ایس اېل باید وځنډول شي

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر شاهد خان اپریدي ویلي، چې د پاکستان سوپر لیګ …