خپلواک وېبپاڼه (۱۴ دسمبر ۲۰۱۹): د بنګله دېش تجارتي ليګ کې د محمد نبي په مشرۍ د رنګپور رېنجرز لوبډلې پرلپسې په خپله دويمه لوبه کې هم ماته وخوړه.
د بنګله دېش تجارتي ليګ يا بي پي ايل په ۷مه لوبه کې د رنګپور رېنجرز او او چټاګرام چېلنجرز لوبډلې سره مخامخ شوې. په پيل کې د لوبې پچه چټاګرام چېلنجرز لوبډلې وګټله او لومړی يې د رنګپور رېنجرز لوبډلې ته د توپوهنې بلنه ورکړه.
رنګپور رېنجرز لوبډلې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو ۱۵۷ منډې وکړې، محمد شهزاد دا ځل هم ډېرې منډې ونه کړې او يوازې په ۹ ويکټو يې خپله ويکټه له لاسه ورکړه، همدا راز لوبډلمشر محمد نبي ۲۱ منډې ترلاسه کړې. د رنګپور رېنجرز لپاره زياتې ۷۸ منډې محمد نايم ترلاسه کړې.
د چټاګرام چېلنجرز له لوري کيسريک ويليمز ۲، مهدي حسن راڼا، روبېل حسېن، ريان برل او محمودالله ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.
د ۱۵۸ منډو هدف د چټاګرام چېلنجرز لوبډلې په ۱۸.۲ اورونو کې د ۴ لوبغاړو په سوځېدو پوره او په ۶ ويکټو يې بريا خپله کړه. د دوی له لوري چډويک والټن ۵۰، امرول کېس ۴۴ ناسوځېدلې او اويشکا فرنانډو ۳۷ منډې وکړې.
د رنګپور رېنجرز له لوري ليوس ګريګوري ۲، محمد نبي او ټام ابيل ۱-۱ ويکټ ترلاسه کړه.
د لوبې د غوره لوبغاړي جايزه د رنګپور رېنجرز لوبډلې محمد نايم ته ورکړل شوه، چې ۷۸ منډې يې ترلاسه کړې وې.
نن به دويمه او عمومي اتمه لوبه د ډهاکه پلاټون او سيلهټ تهنډرز لوبډلو ترمنځ د افغانستان په وخت ۵ بجې ترسره کېږي.