کورپاڼه / روغتيا / د زکام له ناروغۍ څخه د مخنیوي لپاره څه وکړو؟

د زکام له ناروغۍ څخه د مخنیوي لپاره څه وکړو؟

کله چې هوا سړه شي او موسم بدل شي نو زیاتره خلک پر زکام، نزلې، تبې او ستوني دردونو اخته کېږي، چې ورځني کارونه کارونه یې اغېزمنوي او له سختو اندیښنو سره مخ کېږي.

دا چې څنګه کولی شو، چې له یادو ناروغیو ځان وژغورو او له وړاندې ورته تدابیر ونیسو، نو دلته ځینې لارښوونې درته ذکر کوو، چې پلي کول یې له ګڼ شمېر ناروغیو خوندیتوب رامنځته کوي.

په یخه هوا کې پر زکام د اخته کېدو لاملونه بېلابېل وایرسونه دي، چې د ککړتیا له کبله رامنځ ته کیږي او له یوه څخه بل ته انتقالیږي. چې دغه ککړتیا د انسان لاسونو ته له بېلابېلو شیانو سره د تماس په پایله کې انتقالېږي، نو اړینه ده چې په منطم ډول لاسونه ومینځل شي.

په پاکه او آزاد هوا کې ورزش کول د زکام د مخنیوي غوره درملنه ده، خو باید په یاد ولرئ چې په زکام له اخته کېدو وروسته له ورزش سره احتیاط پکار دی، ځکه چې بدن ارام ته اړتیا لري.

ډاکټران وایي چې د زکام، تبې یا ستوني دردونو درملنه که په سمه توګه او پر وخت ونه شي، ممکن د جدي ناروغیو لامل شي او ښایي د زړه، ساه لنډۍ، غوږونو او سینې بغل له ناروغیو سره مخ کړي.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ له نزلې او زکام خوندي پاتې شئ؟ نو دا مشروب استعمال کړئ

د ژمي له پیل سره یو شمېر ناروغۍ هم پیدا کېږي، چې زکام او ټوخی …