کورپاڼه / بېلا بېل / څېړنه: ماشومانو ته د ځیرک موبایل پرځای کاغذي کتاب ولولئ

څېړنه: ماشومانو ته د ځیرک موبایل پرځای کاغذي کتاب ولولئ

د یوې نوې څیړنې له مخې، هغه والدین چې غواړي پر خپلو کوچنیانو زده کړې وکړي او ذهني وده یې چټکه وي، باید په ځیرک موبایلونو او ټابلیټ کې د کتابونو د لوستلو پرځای هغوی ته کاغذي کتابونه واخلي او پرې و یې لولي.

د مشیګن پوهنتون څیړونکو موندلې، کوچني ماشومان د ګرځنده موبایلونو په پرتله له خپلو والدینو سره د خبرو کولو له لارې ډېر څه زده کولی شي او ذهني وده یې زیاته وي.

کله چې والدین خپلو ماشومانو کاغذي کتاب لولي، نو په دې سره هغوی ته له خپلو ماشومانو سره د لا زیاتو خبرو اترو له لارې د امنیت، باور او د لارښوونې احساس په رامینځته کولو کې مرسته کوي

د ماشوم د ودې کارپوهان وایي چې د ماشوم د زده کړې هدف یوازې دا نه دي، چې په کتاب کې څه لیکل شوي، بلکې دا ورته تجربې په څیر دی او پر ذهن یې اغیزې کوي.

په دې اړه څېړونکې وایي، ماشومان په خپل چاپیریال کې د مینه ناکو او مسولیت منونکو لویانو سره د خبرو اترو کولو له لارې وده چټکه کوي.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې د پیازو پرې کولو پرمهال مو سترګې اوښکې ونه کړي؟

د ترکارۍ په تیارولو کې د پیازو استعمال اړین وي او کله چې پیاز پرې …