کورپاڼه / روغتيا / شات او لېمو مو له موسمي ناروغیو خوندي ساتي

شات او لېمو مو له موسمي ناروغیو خوندي ساتي

د ژمي یا سړو موسم له ځان سره سم زکام، تبه، ټوخی او یو شمېر نورې ناروغۍ هم راوړي، چې بیا د زیاتو ستونزو لامل کېږي. که څه هم زکام جدي ناروغي نه دی، خو هر څوک غواړي چې ژر له دې ناروغۍ ځان وژغوري او د دې لپاره درمل اخلي.

خو اوس یوې څېړنې ثابته کړې چې د پخلنځي دوه شیان د زکام، تبې او نورو ناروغیو پر وړاندې له درملو څخه ډېر اغېز لري او د منفي اغېز امکان يي هم خورا لږ دی.

په څېړنې کې ویل شوې چې د ژمي په موسم کې ماشومانو او مشرانو کې د زکام، تبې، ستونی درد سربېره د تنفسي سیستم ناروغۍ هم عامې وي. او هغه درمل چې د دغو ناروغیو څخه د مخنیوي لپاره کارول کېږي په هغه اندازه اغېز نه ښېندي.

ښه څه وکړو؟ د یادو موسمي ناروغیو د مخنیوی لپاره شات او لېمو وکاروئ، ځکه چې ګټه يي زیاته او منفي اغېزئ نلري. په چایو کې لېمو او شات اچول د زکام او موسمي ناروغیو لپاره تر ټولو غوره درمل دي.

لېمو، چې په زیاته کچه وېټامین سي لري، د بدن دفاعي سیستم پیاوړي او په پایله کې د زکام په مخنیوی او درملنې کې د پام وړ مرسته کوي او شات هم بې شمېره ګټې لري.

دا هم ولولئ

په ګډه خوراک کول یا له نورو سره خواړه شریکول تاوان لري

یوې څېړنې ښودلې، چې یو زیات شمېر خلک په دې نه پوهېږي چې کله هغوی …