کورپاڼه / بېلا بېل / رونالډو لومړی لوبغاړی شو چې ۸۰۰ ګولونه وهي

رونالډو لومړی لوبغاړی شو چې ۸۰۰ ګولونه وهي

په نړیواله کچه د فوټبال مشهور لوبغاړي کریسټیانو رونالډو په خپل کیریر کې اته سوه (۸۰۰) ګولونه پوره کړل او لومړی لوبغاړی شو چې دا کارنامه کوي.

کریسټیانو رونالډو د پنجشنبې په په پریمیر لیګ کې د انګلستاني کلب مانچیستر یونایټیډ په استازیتوب کې د آرسنل لوبډلې پر وړاندې دوه په زړه پوري ګولونه وکړل او ۸۰۰ ګولونه یې پوره کړل.

رونالډو د فوټبال د نړۍ لومړی لوبغاړی شو چې دا کارنامه ترسره کوي او په ټوله کې د ګولونو شمېر ۸۰۱ ته پورته شو.

رونالډو د ریال مادرید په استازیتوب ۴۵۰، د مانچیستر یونایټیډ په استازیتوب ۱۳۰، د جووینټس لپاره ۱۰۱، د پرتګال لپاره ۱۱۵ او سپورټنګ دی کلب لپاره یې ۵ ګولونه ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې رونالډو په نړیوالو ګولونه کې هم ریکارډ لري، هغه په نړیواله کچه ۱۱۵ ګولونه وهلي چې دا کارنامه بل چا نه ده ترسره کړې.

دا هم ولولئ

آیا غواړئ چې د پیازو پرې کولو پرمهال مو سترګې اوښکې ونه کړي؟

د ترکارۍ په تیارولو کې د پیازو استعمال اړین وي او کله چې پیاز پرې …