کورپاڼه / خبرونه / رحمان الله ګربز په ټي ټين لیګ کې تر ټولو مخکې شو

رحمان الله ګربز په ټي ټين لیګ کې تر ټولو مخکې شو

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان چټک توپوهونکی او ویکټ ساتونکی رحمان الله ګربز چې په ابوظهبي ټي ټين لیګ کې لوبېږي، تر ټولو توپوهونکو مخکې شو او تر دې مهاله پورې یې له نورو زیاتې منډې ترلاسه کړې دي.

نوموړی په دغه لیګ کې د ډیلي بولز لوبډلې لپاره لوبېږي، چې پرون یې هم زبردسته توپوهنه ترسره کړه او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله، چې له دې سره څلور ځلې په دغه لیګ کې یې د غوره لوبغاړي جایزه هم ترلاسه کړې ده.

نوموړي په روان لیګ کې تر دې مهاله پورې ۱۰ لوبې ترسره کړې دي، چې د ۳۴.۴۴ په اوسط یې ۳۱۰ منډې کړې دي او دا په روان لیګ کې د یو توپوهونکي له خوا تر ټولو زیاتې منډې دي.

هغه ۳ پنځوسیزې هم وهلي دي او په یوه لوبه کې یې ۷۰ زیاتې منډې هم ترلاسه کړي دي، نوموړي ۲۸ شپږیزې وهلي او ۲۲ یې څلوریزې وهلي دي، خو یو ځل هغه په صفر هم سوځېدلی دی.

له هغه وروسته بیا د ناردرن واریرز رومان پاویل ۳۰۵، د ټیم ابوظهبي لیام لیوینګسټون ۲۸۸، د ټیم ابوظهبي پیل سالټ ۲۸۴ او د بنګله ټایګرز له خوا نه بیا حضرت الله ځاځي ۲۸۲ منډې ترلاسه کړې دي.

دا هم ولولئ

سنیل ګواسکر یو ځل پر ویرات کوهلي نېوکې وکړې

د هند پخواني کرکټ لوبغاړي سنیل ګواسکر د سویلي افریقا پر وړاندې ټیسټ لوبه کې …