کورپاڼه / هنر او کلتور / آیا عامر خان له فاطمه شیخ سره واده کوي؟

آیا عامر خان له فاطمه شیخ سره واده کوي؟

پر ټولنیزو رسنیو داسې اوازې خپریږي چې د هندي سینما وتلي اداکار عامر خان د دریم ځل لپاره واده کوي.

عامر خان، چې د روان کال په پیل کې له خپلې دویمې میرمنې کرن راو سره لارې بېلې کړي، اوس یې په اړه په هندي رسنیو کې داسې ګنګوسې خپریږي، چې ډېر ژر به د خپل دریم واده اعلان وکړي.

راپورونه وایي، عامر خان چې له چا سره د واده کولو غوښتونکی دی هغه کوم بل څوک نه، بلکې په (دنګل) فلم کې د عامر خان د لور رول لوبونکې اداکاره فاطمه شیخ ده.

هندي رسنۍ ادعا کوي، چې دواړه د (ټګز اف هندوستان) فلم راهیسې یو بل ته د مینې وړاندیزونه کوي او رسنۍ دا ادعا هم کوي چې عامر خان به د (لال سینګ چډا) له خپرېدو وروسته د واده اعلان وکړي کنه فلم به یې اغېزمن شي.

عامر خان له وړاندې دوه ودونه کړي، چې له لومړۍ میرمنې رینا دته یې دوه اولادونه جنید او اییرا او له دویمې میرمنې کرن راو څخه یو نهه کلن زوی دی.

دا هم ولولئ

نجیبه فیض

نجیبه فیض په پاکستان کې د سیکانو ګوردوارې ته تللې

د پښتو او اردو سریالونو مشهوره اداکاره، موډله او د ټلویزیوني خپرونو کوربنه نجیبه فیض …