کورپاڼه / هنر او کلتور / ساره علي خان: هغه چاسره به واده کوم چې زما مور سره واوسېږي

ساره علي خان: هغه چاسره به واده کوم چې زما مور سره واوسېږي

د هندي فلمونو ځوانه او مشهوره اداکاره ساره علي خان د واده په اړه په خپلو خبرو کې ویلي دي، چې له داسې چا سره به واده کوي، چې د هغې د مور سره واوسېږي، ځکه هغه هېڅکله هم نه غواړي چې خپله مور پرېږدي.

د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، ساره علي خان اوسمهال په (اترنګي ری) فلم کې کار کړی دی، چې په دې فلم کې اکشی کمار او دهنش هم کار کړی دی.

نوموړې د خپل نوي فلم (اترنګي ری) په اړه وویل، چې په دې فلم کې یې ډېرې نوې تجربې ترلاسه کړې او د هغې کردار داسې دی، چې بېخي نوی او په زړه پورې دی.

ساره علي خان په خپلو خبرو کې وویل، چې په لومړي ځل د انند ایل رای په فلم کې کار کوي او د دې کریکټر په کولو سره ډېره خوشحاله ده، ځکه چې دا یو ډېر په زړه پورې کردار دی، دې فلم کې مې له اکشی کمار او دهنش سره هم په لومړي ځل کار وکړ او له دواړو څخه مې ډېر څه زده کړل.

نوموړې د خپل واده په اړه وویل، چې که کله یې واده کاوه، نو له داسې یو هلک سره به واده کوي، چې هغه د دې له مور سره واوسېږي، ځکه هغه نه غواړي چې خپله مور کله هم پرېږدي، نو خاوند به یې هم د دوی سره د دوی د مور په کور کې ژوند کوي.

دا هم ولولئ

نجیبه فیض

نجیبه فیض په پاکستان کې د سیکانو ګوردوارې ته تللې

د پښتو او اردو سریالونو مشهوره اداکاره، موډله او د ټلویزیوني خپرونو کوربنه نجیبه فیض …