کورپاڼه / جالب / د بالښتونو لوبه په رسمي لوبو کې شامله شوه

د بالښتونو لوبه په رسمي لوبو کې شامله شوه

په ماشومتوب کې به مو له خپلو ورونو، خویندو او ملګرو سره به مو په بالښتونو جنګ کړی وي، خو اوس دې لوبه ته رسمي بڼه ورکړل شوه.

په دې لړ کې له جاپان وروسته اوس په امریکا هم په رسمي ډول په بالښتونو د جنګ اتلولۍ سیالۍ پیل شوي او د دې سیالۍ لومړي مراسم د روان کال په جنورۍ کې ترسره شوی و او راتلونکې کال به یې هم سیالۍ ترسره شي.

د دې لوبې نظریه د سټیو ویلیمس وه، نوموړي له ماشومتوب څخه د بالښتونو له جنګ سره مینه لري او له ډېرې مودې راهیسې په دې هڅه کې و، چې په رسمي لوبو کې یې شامل کړي، خو دا لوبه بې ضرره هم نه ده، ځکه لوبغاړي یو بل په مخونو وهي.

سټیو ویلیمس وایي، دا کومه خندونکې لوبه نه ده چې لېدونکي یې د بالښتونو په شلولو وخاندي، بلکې رسمي لوبه او جنګ دی چې مخ او بدن نور غړي دردولی شي او د بوکس وهنې او نورو لوبو لوبغاړي/لوبغاړې پکې برخه اخلي.

نوموړی زیاتوي لوبغاړي وینه او ټپونه نه خوښوي او نندارچیان هم دا ډول صحنې نه خوښوي، بلکې د تشدد پرځای په زړه پورې سیالۍ خوښوي او یوه نوې لوبه ګڼل کېږي.

دا هم ولولئ

ناسا ته په مریخ کې د تشناب جوړولو نظریه ور کړئ او پیسې وګټئ

د امریکا فضايي ادارې ناسا په ټوله نړۍ کې د تخلیق ګرو او جوړونکو لپاره …