کورپاڼه / روغتيا / د سپیرکۍ چای حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري

د سپیرکۍ چای حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري

سپیرکۍ که له یوې خوړو ته خوند وربخښي نو له بلې خوا د روغتیا لپاره هم اړین ګڼل کېږي، ځکه چې په جوړښت کې یې ویټامین، منرالونه، پروټین، فایبر، کاربوهایډریټ، کلسیم، تایمین، فاسفورس او اوسپنه شتون لري.

سپیرکۍ ګڼې روغتیایي اغېزې لري خو که چېرته په اوبو کې واچول شي او بیا وڅښل شي نو ډېرې حیرانوونکې اغېزې به ولري. که چېرته د معدې او سینې سوخت لري نو سپیرکۍ وخورئ، سمدستي به آرام ومومئ.

که چېرته د سپیرکیو چای وڅښل شي نو د غوږ او غاښونو درد آراموي، ځکه چې سپیرکۍ تایمین او کلسیم لري او دغه توکي د درد په آرامولو کې مهم رول لوبوي. دغه راز د زخم په رغونې کې هم اغېزمن تمامېږي.

سپیرکۍ د داسې توکو لرونکي وي چې د هورمونیکي بدلونونو په کنترول کې مرسته کوي او ویښتان له توییدو څخه ژغوري او وده ورکوي.

دغه راز که چېرته ماشې وچیچلئ نو د ډاکتر د لارښوونو ترڅنګ د سپیرکۍ چای هم وڅښئ، نو ډېر ژر به یې ګټه ترلاسه کړئ. که چېرته په پیاله اوبو کې یوه کاچوغه سپیرکۍ واچول شي، بیا وایشول شي او په نهاره وڅښل شي نو له بدن څخه به زهرجن توکي خارج شي.

دا هم ولولئ

په ګډه خوراک کول یا له نورو سره خواړه شریکول تاوان لري

یوې څېړنې ښودلې، چې یو زیات شمېر خلک په دې نه پوهېږي چې کله هغوی …