کورپاڼه / کرکټ / کریس ګېل له اوسنيو پیلیزو توپ وهونکو خوښ نه دی

کریس ګېل له اوسنيو پیلیزو توپ وهونکو خوښ نه دی

د ویسټ انډیز کرکټ ملي لوبډلې پیلیز او مخکښ توپ وهونکي کریس ګیل ویلي، کله چې د لنډ فارمیټ کرکټ پیل شو، نو په پیل کې به لومړیو توپ وهونکو چټکه توپ وهنه کوله.

د نوموړي پر وینا، چې دا حالت اوس په لس اوریزه سیالیو کې هم کېږي او هر لوبغاړی هڅه کوي چې چټکه توپ وهنه وکړي او مقابله لوبډله تر سخت فشار لاندې راولي

کریس ګیل په یوه بیان کې ویلي، چې د وخت په تېرېدو سره اوس په شل اوریزه کرکټ کې چټکه توپ وهنه کمه شوې.

هغه زیاته کړې، اوس اوپنران په لومړیو شپږو اورونو کې د چټکې توپ وهنې پرځای د ځان لپاره توپ وهنه کوي، چې دا کار په شل اوریزو لوبو کې د تفریح ​​عنصر له منځه وړي.

کریس ګیل وایي چې دا له پوهې بهر ده چې ولې په پاور پلی کې توپ وهونکي ورو لوبه کوي، دوی باید له پیله چټک لاړ شي او مینه والو ته پوره تفریح ​​رامنځته کړي، چې دا لنډ فارمیټ کرکټ ژوند دی.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …