کورپاڼه / روغتيا / سخته یا شدیده غوسه هم د فلج خطر ډېروي

سخته یا شدیده غوسه هم د فلج خطر ډېروي

په دوه دیرش هیوادونو کې پر زرګونو خلکو له څېړنې موندل شوې چې غوسه د دماعي سکتې یا فلج لامل کېدلی شي.

په دې څیړنه کې ټول هغه خلک شامل و چې د فلج له حملې ژوندي پاتې شوي و او په هرو یوولسو کسانو کې یو یې له فلج څخه یو ساعت دمخه سخت غوسه و او په هرو شل تنو کې یو یې د درنو وزنونو پورته کولو یا سخت تمرین کولو اعتراف وکړ.

موږ په دې پوهېږو چې فلج په ټوله نړۍ کې د مړینې او معذورۍ تر ټولو لوی لامل دی، خو که چېرته د دې ناروغۍ په لاملونو وپوهېږو، نو له دې ناروغۍ ځان ژغورلی شو.

څېړونکې وایي، موږ په دې څېړنه کې دوه داسې فکټورونه موندلي چې له دې وړاندې نه و موندل شوي، چې په هغې غوسه هم شامله ده، چې دیرش سلنه د فلج سبب کېږي او له سختې غوسې وروسته تر یو ساعت پورې د فلج حمله واقع کېدلی شي.

بل لوري ته سخت ورزشونه او کارونه هم د وینې جریان اغېزمنوي، خو دا خطر په ښځو کې زیات وي. ځکه خو روغتیاپالان سپارښتنه کوي چې له څلویښت کلنۍ وروسته د وینې فشار نارمل وساتئ او د سخت غم او غوسې له کیفیاتو ځان وساتئ.

دا هم ولولئ

په ګډه خوراک کول یا له نورو سره خواړه شریکول تاوان لري

یوې څېړنې ښودلې، چې یو زیات شمېر خلک په دې نه پوهېږي چې کله هغوی …