کورپاڼه / روغتيا / هغه مشروبات چې بدن ته پیاوړتیا ورکوي

هغه مشروبات چې بدن ته پیاوړتیا ورکوي

د ژمي په موسم کې انسان په طبیعي ډول ستړی، ستومانه او د دنیا له چارو زړه موړی وي، چې په دې سره د بدن طاقت او انرژي هم کمېږي او بدن د یو شمېر منرالونو او ویټامینو له کمښت سره مخ کېږي.

خو ځینې شیان زموږ ستړیا او لټي ختموي او یو ډول تکړښت پیدا کوي، چې دې مشروبات ته طاقت بخښونکي مشروبات هم ویلی شو. که څه د دې مشروبات نوملړ ډېر اوږد دی خو ځینې یې دلته ذکر کوو.

د ویټامین سي لرونکي مېوو جوس: د ژمي په موسم کې د انسان بدن ویټامین سي ته ډېره اړتیا وي، ځکه چې دا ویټامین انسان تازه ساتي.

د رومیانو جوس: رومیان په هر کور کې د استعمال وړ وي، چې ګڼ شمېر غذایي مواد لري او د مېوو او سبزیجاتو له جملې څخه دي، چې ویټامین ای، بي، سي او پوتاشیم لري.

د چغندر، ګازرې او مڼې جوس: که چېرته چغندر، ګازرې او مڼې سره یوځای شي او جوس یې وڅښل شي نو بدن ته پیاوړتیا ورکوي او ګڼ شمېر ویټامین او منرالونه لري.

دا هم ولولئ

په ګډه خوراک کول یا له نورو سره خواړه شریکول تاوان لري

یوې څېړنې ښودلې، چې یو زیات شمېر خلک په دې نه پوهېږي چې کله هغوی …