کورپاڼه / جالب / یوې نجلۍ له معلول سړي سره په مینه واده کړی

یوې نجلۍ له معلول سړي سره په مینه واده کړی

یوې دوه دیرش کلنې نجلۍ د مینې په خاطر له یوه معلول ځوان سره واده وکړ. دا نجلۍ شپه او ورځ د خپل مېړه د خدمت او پالنې لپاره جامې ګنډي او کورونو کې کارونه کوي او په دې هیله ده چې یوه ورځ به بیا پرې خوشحالي راشي.

دا نجلۍ صایمه نومېږي او د پاکستان د پنجاب اوسېدونکې ده، نوموړې څلور کاله وړاندې د خپلې ترور له زوی رییس سره واده وکړ او اوس دوه کلنه لور هم لري، چې تېر معرکه شو او عضلې کمزورې شوې او د کټ شو.

که څه هم د واده پرمهال د صایمې کورنۍ واده ته راضي نه وه، خو صایمې یې د پرېښودو پرېکړه ونه کړه او په مینه یې ورسره واده وکړ او په لاهور کې په کرایه شوي کې اوسېږي.

صایمه وایي چې دوه کاله وړاندې یې کوژده وکړه او په موبایل به مو خبرې کولې، خو کورنۍ مې د ناروغۍ په سبب په واده رضا نه وه، خو ما ښه ونه ګڼله چې اړیکه پرې کړم اوس زما یوه لور هم ده.

رییس له څو کلونو راهیسې پر بستر پروت دی، ودرېدلی نشي، د پښو او لاسونو عضلې یې وچې شوي او پښې یې هم کږې شوي. نو د هغې د ساتنې لپاره په کورونو ګرځي او کارونه کوي.

دا هم ولولئ

ناسا ته په مریخ کې د تشناب جوړولو نظریه ور کړئ او پیسې وګټئ

د امریکا فضايي ادارې ناسا په ټوله نړۍ کې د تخلیق ګرو او جوړونکو لپاره …