کورپاڼه / د لوبو راپورونه / د هند او نیوزیلېنډ ترمنځ د دویمې ټیسټ لوبې اوله ورځ پای ته ورسېدله

د هند او نیوزیلېنډ ترمنځ د دویمې ټیسټ لوبې اوله ورځ پای ته ورسېدله

د هند او نیوزیلېنډ لوبډلو ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو لړۍ د دویمې ټیسټ لوبې د اولې ورځې په پای ته رسېدو سره هند ۲۲۱ منډې جوړې کړي.

دغه لوبه د هند په کوربتوب په ممبۍ کې روانه ده، چې په پیل کې هند لوبډلې د لوبې د پچې تر ګټلو وروسته پخپله د توپ وهنې پرېکړه وکړه.

هند د لومړۍ ورځې تر پایه ۷۰ اورونه ولوبول، که څه هم څلور ویکټې یې په پرلپسې ډول وسوځېدې، خو بیا یې هم په ښه ډول سره لوبه پرمخ یوړه، دوی به سبا ورځ هم خپلې توپ وهنې ته دوام ورکړي.

هند لوبډلې د لومړۍ ورځې تر پایه څلور لوبغاړي له لاسه ورکړل او ۲۲۱ منډې یې جوړې کړي، چې په سوځېدلو لوبغاړو کې شوبمن ګېل ۴۴ او شریاس اییر ۱۸ منډې کړي خږ چیتشورا پوجارا او ویرات کوهلي په صفر سوځېدلی.

په ولاړو لوبغاړو کې ماینک اګروال ۱۲۰ او وریدیمان ساها په ۲۵ منډو ولاړ دی. د نیوزیلېنډ لپاره اعجاز پټېل ښه توپ اچونه کړې او څلور واړه ویکټې یې ترلاسه کړي دي.

دا هم ولولئ

سنیل ګواسکر یو ځل پر ویرات کوهلي نېوکې وکړې

د هند پخواني کرکټ لوبغاړي سنیل ګواسکر د سویلي افریقا پر وړاندې ټیسټ لوبه کې …