کورپاڼه / تجارتي ليګونه / دکن ګلیډیټرز لوبډله پایلوبې ته ووتله

دکن ګلیډیټرز لوبډله پایلوبې ته ووتله

د ټي ټین لیګ په لومړۍ کوالیفای لوبه کې درې افغان لوبغاړي ته چانس ورکړل شو، چې نجیب ۴، ګربز ۱۹ او فضل الحق فاروقي دوه اورونو کې ۴۱ منډې ورکړې او دکن ګلیډیټرز لوبډله تر نیمه پایلوبې ووته.

د ټي ټین یا لس اوریزه لیګ ۲۹مه لوبه د ډیلي بولز او دکن ګلیډیټرز لوبډلو ترمنځ په ابوظهبۍ کې ترسره شوه، چې په پیل کې ډیلي بولز د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

دکن ګلیډیټرز لوبډلې په ټاکلو لس اورونو کې د څلور لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۹ منډې وکړې، چې له ډلې یې اندري رسل ۳۹، ډیویډ ویسا ۳۱ او اودین سمیت ۳۰ ناسوځېدلې منډې وکړې. د ډیلي بولز لپاره ډومینک ډریکس درې ویکټې ترلاسه کړې.

ډیلي بولز لوبډلې د ۱۴۰ منډو هدف په تعقیب د پنځو لوبغاړو په سوځېدو ۱۲۲ منډې وکړې او دکن ګلیډیټرز لوبډلې ته یې په ۱۷ منډو لوبه وبالله.

د ډیلي بولز لوبډلې لپاره شریفین راترفورډ ۲۱، چندرپال هیمراج ۲۴ او اوین مورګن ۲۷ منډې وکړې. د دکن ګلېډیټرز لپاره اندري رسل دوه، اودین سمیت، تایمل میلز او ونیندو هسرنګا یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: پي ایس اېل باید وځنډول شي

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر شاهد خان اپریدي ویلي، چې د پاکستان سوپر لیګ …