کورپاڼه / جالب / یوې ښځې د خپل خاوند کمپیوټر مینځلي، هغه طلاق ورکړی

یوې ښځې د خپل خاوند کمپیوټر مینځلي، هغه طلاق ورکړی

دا د هرې کورنۍ هیله وي چې اینګور یې هوښیاره، چالاکه او د خاموشه طبیعت لرونکې وي، د کور کارونه په ښه ډول سره وکړي، د خواښې هره خبره په چوپه خوله ومني او د کور پاکوالي ته ځانګړې پاملرنه وکړي.

خو د ګوپي په څېر اینګور، چې د خپل خاوند کمپیوټر یا لیپ ټاپ هم وینځي، د هیچا نه خوښېږي، موږ به درته همداسې یوه پېښه بیان کړو.

د هند په کرناټک کې د سافټویر د یوه انجینر میرمن د پاکوالي غم دومره پسې اخیستې، چې خاوند ته یې موبایل او لیپ ټاپ هم وینځلی دی.

د دې کار له امله خاوند راپورته شوی او خپلې مېرمنې ته طلاق ورکړی. د دوی له واده یوازې دوه کاله تېر شوي او یوازې یوه لور لري، چې یو کار عمر لري.

د ښځې خاوند وایي چې اوس خو دا ټول شیان وینځل شوی او معلومه نه ده چې آیا کار به وکړي او که نه. هغه زیاتوي چې ښځئ ته یې په هر شي کې چټلي ښکارېده او که دا لړۍ روانه وه نو یوه ورځ به هغه هم په کیمیاوي موادو کې واچوي.

دا هم ولولئ

ناسا ته په مریخ کې د تشناب جوړولو نظریه ور کړئ او پیسې وګټئ

د امریکا فضايي ادارې ناسا په ټوله نړۍ کې د تخلیق ګرو او جوړونکو لپاره …