کورپاڼه / کرکټ / شاهین افریدی: په ټیسټ کرکټ کې په پرلپسې ډول ویکټې اخیستل آسانه نه وي

شاهین افریدی: په ټیسټ کرکټ کې په پرلپسې ډول ویکټې اخیستل آسانه نه وي

د پاکستان چټک توپ اچونکي شاهین افریدي ویلي دي، چې په ټیسټ کرکټ کې په پرلپسې توګه ویکټې اخیستل اسانه ندي، ځکه چې ټېسټ کرکټ تر ټولو سخت کرکټ دی.

شاهین شاه افریدي ویلي، زه هڅه کوم چې له کرکټ څخه خوند واخلم، د کرونا وایرس پرمهال کرکټ یو څه ستومن وي، خو له روزونکي سره کار کوم. د نوموړي پر وینا چې له هر فارمیټ څخه خوند اخلم او هڅه کوم چې ښه لوبه وکړم.

هغه ویلي چې په ورو ویشتنځایونو توپ اچونه آسانه نه وي بلکې د ورو توپ اچونکو لپاره جوړ وي، نو که چېرته حمله کوونکې توپ اچونه وشي نو ښه توپ اچونه کېږي.

د بنګله دېش پر وړاندې د دویمې ټیسټ لوبې په اړه وایي، چې په دوهمه ټیسټ کې به هڅه کوم چې ښه لوبه وکړم او لوبډلې ته بریا ورکړم، کله چې لوبډلمشر راته د توپ اچونې ووایي نو حمله کوونکې توپ اچونه کوم.

شاهین شاه اپریدي دا هم ویلي، که توپ وهونکي په یوه ټیسټ لوبه کې ونه چلېږي نو اړینه نه ده چې له فارم لوېدلی ورته ووایو، بلکې په نورو ټیسټ سیالیو کې به ښه ولوبېږي او لوبلړۍ به وګټي.

دا هم ولولئ

مصباح الحق

د پاکستان لوبډلې پخوانی روزونکی مصباح الحق غواړي چې د افغان لوبډلې روزونکی شي

د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره مشر روزونکی ګماري او په …