کورپاڼه / هنر او کلتور / کیرتي سنون: عامر خان ته رسېدل لېرې خبره ده

کیرتي سنون: عامر خان ته رسېدل لېرې خبره ده

د بالیووډ ځوانې اداکارې کیرتي سنون له مسټر پرفیکشنسټ عامر خان سره د ورته ګڼل کېدو په سر غبرګون ښودلی او ویلي یې دي چې هغه دې تر فشار لاندې نه نېول کېږي.

د یادونې وړ ده چې نوموړې له عامر خان سره ځکه ورته ګڼل کیږي چې هغې د خپل فلم (می می) ته خپل وزن ۱۵ کیلو زیات کړی و. دا فلم د روان کال په لومړیو کې خپور شوی.

د یاد فلم لارښود لکشمن اوتیکار دی او په فلم کې د کیرتي سنون سربېره پنکج تریپاټي، منوج پاوا، سایي تامنکر او سپاریا پاټک رول لوبولی دی.

په دې فلم کې کیرتي د یوې داسې مور رول لوبولی چې د پیسو ګټلو لپاره د کوم بل چا ماشوم ته پخپل خېټه کې پالنه ورکوي.

په دې وروستیو کې کله چې له هغې وپوښتل شول چې ایا د ښځو عامر خان ورته ویلی شي، نو په غبرګون کې یې ورته وویل چې نه، دومره فشار راباندې مه راوړئ، عامر خان ته رسیدل لېرې خبره ده.

خو زیاته یې کړه، کله چې دومره سخت او په دومره جذبه کار کوې، نو کرکټر يې ژوندی کېږي او ډېر ستاينه يې کېږي او کله چې خلک ستا کار وويني نو ډېر ډاډ ترلاسه کوي.

دا هم ولولئ

نجیبه فیض

نجیبه فیض په پاکستان کې د سیکانو ګوردوارې ته تللې

د پښتو او اردو سریالونو مشهوره اداکاره، موډله او د ټلویزیوني خپرونو کوربنه نجیبه فیض …