کورپاڼه / تجارتي ليګونه / حضرت الله ځاځی د رحمان الله ګربز نه مخکې شو
حضرت الله ځاځی او رحمان الله ګربز

حضرت الله ځاځی د رحمان الله ګربز نه مخکې شو

د ابوظهبي ټي ټین لیګ (لس اوریزه لیګ) کې افغان لوبغاړي هم ډېر ځلېدلي دي او د لیګ په تراوسه پورې لوبو کې بیا دوه افغان لوبغاړو تر نورو ټولو زیاتې منډې ترلاسه کړې دي.

تراوسه پورې رحمان الله ګربز په روان ابوظهبي لیګ کې تر ټولو زیاتې منډې ترلاسه کړې وې، خو په نننۍ لوبه کې حضرت الله ځاځي یو ځل بیا پنځوسیزه ووهله او له رحمان الله ګربز څخه مخکې شو.

په نننۍ لوبه کې حضرت الله ځاځي د ټیم ابوظهبي لوبډلې پر وړاندې په ۳۷ توپونو ۶۶ ناسوځېدلې منډې وکړې، چې ۴ شپږیزې او ۵ څلوریزې یې هم ووهلې، هغه د بنګله ټایګرز لوبډلې لپاره لوبېږي.

نوموړي په روان لیګ کې په ۱۱ لوبو کې ۳۴۸ منډې ترلاسه کړې دي، چې اوسط یې ۵۸.۰۰ دی او سټرایک رېټ یې ۲۰۳.۵۰ دی، هغه ۳ پنځوسیزې هم وهلي دي او ۶۶ ناسوځېدلې یې زیاتې منډې دي.

له حضرت الله ځاځي وروسته بیا رحمان الله ګربز په ۱۱ لوبو کې ۳۲۹ منډې ترلاسه کړې دي، چې سټرایک رېټ یې ۲۱۵.۰۳ دی، ۳ پنځوسیزې یې وهلي دي او په یوه لوبه کې یې ۷۰ زیاتې منډې هم ترلاسه کړې دي.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: پي ایس اېل باید وځنډول شي

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر شاهد خان اپریدي ویلي، چې د پاکستان سوپر لیګ …