کورپاڼه / تجارتي ليګونه / د بیګ باش لیګ په تمریناتي لوبه کې ظاهر خان ۲ او محمد نبي ۱ ویکټ واخیسته
ظاهر خان

د بیګ باش لیګ په تمریناتي لوبه کې ظاهر خان ۲ او محمد نبي ۱ ویکټ واخیسته

د اسټرالیا د تجارتي لیګ (بیګ باش لیګ) په تمریناتي لوبه کې د افغانستان ظاهر خان پکتین ۲ لوبغاړي او همدا راز محمد نبي بیا ۱ لوبغاړی سوځولی دی.

یاد دواړه لوبغاړي په بیګ باش لیګ کې د میلبورن رینیګاډز لوبډلې لپاره لوبېږي، چې دوی له میلبورن سټارز لوبډلې سره یوه تمریناتي لوبه ترسره کړې ده.

په دې تمریناتي لوبه کې لومړی میلبورن رینیګاډز توپوهنه ترسره کړې ده چې په ټاکلو ۲۰ اورونو کې یې د ۵ لوبغاړو په سوځېدو ۲۰۸ منډې کړې دي، له ډلې یې هاروي ۵۰ او سیمور ۵۹ منډې ترلاسه کړې دي.

خو میلبورن سټارز بیا د ۲۰۹ منډو هدف په تعقیب کې یوازې ۱۵۶ منډې کړې دي، چې په لوبه کې میلبورن رینیګاډز بریا خپله کړې ده. د دوی له خوا ظاهر خان ۲ او محمد نبي ۱ ویکټ ترلاسه کړې دي.

د یادولو وړ ده چې د بیګ باش لیګ سیالۍ د دسمبر په ۵مه نېټه پیلېږي، چې په لومړۍ لوبه کې به د سډني سیکسرز او میلبورن سټارز لوبډلې مخامخ شي.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: پي ایس اېل باید وځنډول شي

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر شاهد خان اپریدي ویلي، چې د پاکستان سوپر لیګ …