کورپاڼه / تجارتي ليګونه / حضرت الله ځاځي غوره توپوهنه وکړه، خو لوبډله یې بهر شوه

حضرت الله ځاځي غوره توپوهنه وکړه، خو لوبډله یې بهر شوه

د ټي ټین لیګ په ایلیمنټري لوبه کې حضرت الله ځاځي غوره لوبه وکړه، خو لوبډلې ته یې ګټه ونه رسېده او له یادو سیالیو بهر شول.

د ټي ټین یا لس اوریزه لیګ په ایلیمنټري لوبه د بنګله ټایګرز او ټیم ابوظهبۍ لوبډلو ترمنځ په ابوظهبۍ کې ترسره شوه، چې په پیل کې ټیم ابوظهبۍ د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

بنګله ټایګرز لوبډلې په ټاکلو لس اورونو کې د څلور لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۱ منډې وکړې، چې له ډلې یې حضرت الله ځاځي ۶۶ ناسوځېدلې منډې وکړې. د ټیم ابوظهبۍ لپاره فیډل ایډوارډ دوه، شیلدن کوتریل او مرچنټ دی لانګا یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ټیم ابوظهبۍ لوبډلې د ۱۰۲ منډو هدف په ۶.۵ اورونو کې د درېیو لوبغاړو په سوځېدو پوره کړ او دویمې کوالیفای لوبې ته یې لار وموندله.

ټیم ابوظهبۍ لوبډلې لپاره پال سالټ ۵۷ او پال سټرلینګ ۲۴ منډې وکړې. د بنګله ټایګرز لپاره بیني هاول دوه او ایسرو اوډانا یوه ویکټ ترلاسه کړه. پال سالټ د لوبې غوره لوبغاړی شو.

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: پي ایس اېل باید وځنډول شي

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر شاهد خان اپریدي ویلي، چې د پاکستان سوپر لیګ …