کورپاڼه / خبرونه / د ویرات کوهلي جنجالي اوټ؛ د کرکټ تاریخ نادر اوټ؛ آیا هغه اوټ و او که نه؟

د ویرات کوهلي جنجالي اوټ؛ د کرکټ تاریخ نادر اوټ؛ آیا هغه اوټ و او که نه؟

د هند او نیوزیلېنډ لوبډلو ترمنځ د دویمې ټیسټ لوبې لومړۍ ورځ پای ته ورسېده، چې هند پکې د څلور ویکټو په زیان ۲۲۱ منډې جوړې کړي او سبا ورځ به هم خپلې توپ وهنې ته دوام ورکړي.

په دې لوبه کې د هند لوبډلې لوبډلمشر پرته له کومې منډې په اېل بي ډبلیو سره وسوځېده، خو د درېیم لوبڅار په پرېکړه یې ډېر حیران شو.

دا لوبه چې په ممبي ترسره کېږي، هند د پچې په ګټلو سره توپ وهنه غوره کړه، چې اوپنر لوبغاړی ماینک اګروال یې په ۱۲۰ منډو ولاړ دی او شبمن ګیل په ۴۴ منډو وسوځېده، ورپسې چتیشور پوجارا پرته له کومې منډې کولو هم وسوځېد.

بیا ویرات کوهلي راښکته شو، چې د اعجاز پټیل په توپ اېل بي ډبلیو وسوځېده. کله چې د ویرات کوهلي پر پیډ توپ ولګېده نو توپ اچونکي له لوبڅار د اوټ غوښتنه وکړه او هغه هم اوټ ورکړ.

خو ویرات کوهلي د لوبڅار پرېکړه په بشپړ باور سره وننګوله، کله چې ریویو واخیستل شوه، نو ولېدل شو، چې بال په یو وخت هم له بیټ او هم له پیډ سره لګېدلی و او همدا لامل و چې ویرات کوهلي باوري و، خو لوبڅار بیاهم اوټ ورکړ.

دې کار ویرات کوهلي سخت حیران کړ او له لوبڅار سره یې خبرې هم وکړې خو ګټه یې ونه کړه او پویلین ته ستون شو. له هغه وروسته شریاس اییر په ۱۸ منډو وسوځېده او د نیوزیلېنډ لپاره اعجاز پټېل څلور ویکټې ترلاسه کړې.

دا هم ولولئ

سنیل ګواسکر یو ځل پر ویرات کوهلي نېوکې وکړې

د هند پخواني کرکټ لوبغاړي سنیل ګواسکر د سویلي افریقا پر وړاندې ټیسټ لوبه کې …