کورپاڼه / تجارتي ليګونه / فضل الحق فاروقي غوره توپ اچونه وکړه؛ لوبډله یې پایلوبې ته ووتله

فضل الحق فاروقي غوره توپ اچونه وکړه؛ لوبډله یې پایلوبې ته ووتله

د ټي ټین لیګ په دویمه کوالیفای لوبه کې رحمن الله ګربز په صفر وسوځېده، خو فضل فاروقي بیا ښه توپ اچونه وکړه او لوبډله یې تر پایلوبې ورسېده.

د ټي ټین یا لس اوریزه لیګ په دویمه کوالیفای لوبه د ډیلي بولز او ټیم ابوظهبۍ لوبډلو ترمنځ په ابوظهبۍ کې ترسره شوه، چې په پیل کې ټیم ابوظهبۍ د پچې تر ګټلو وروسته د توپ اچونې پرېکړه وکړه.

ډیلي بولز لوبډلې په ټاکلو لس اورونو کې د اوه لوبغاړو په سوځېدو ۱۰۹ منډې وکړې، چې له ډلې یې رومایرو شیفرډ ۲۶ او شریفین راترفورډ ۱۹ ترټولو زیاتې منډې وکړې. د ټیم ابوظهبۍ لیام لیونګسټون او شیلدن کوتریل دوه-دوه او مرچنټ دی لانګا، پال سټرلینګ او جیمي اورټن یوه-یوه ویکټ ترلاسه کړه.

ټیم ابوظهبۍ لوبډلې د ۱۱۰ منډو هدف تعقیب په ۸.۳ اورونو کې ټول لوبغاړي په ۶۰ منډو له لاسه ورکړل او په ۵۰ منډو یې لوبه وبایلله او ډیلي بولز تر پایلوبې ورسېدل.

ټیم ابوظهبۍ لوبډلې لپاره پال سالټ ۱۵ او کریس ګېل ۱۴ ترټولو زیاتې منډې وکړې. د ډیلي بولز لپاره دومینک ډریکس څلور، فضل الحق فاروقي درې، رومایرو شیفرډ دوه او عادل رشید یوه ویکټ ترلاسه کړه

دا هم ولولئ

شاهد افریدی: پي ایس اېل باید وځنډول شي

د پاکستان کرکټ لوبډلې پخواني لوبډلمشر شاهد خان اپریدي ویلي، چې د پاکستان سوپر لیګ …