کورپاڼه / روغتيا / که سهار مهال مو ساړه کېږي د ګوړې شربت وڅښئ

که سهار مهال مو ساړه کېږي د ګوړې شربت وڅښئ

د ژمي په موسم کې ترټولو سخته خبره دا وي، چې سړی دې ګرمه بستره پرېږدي او پورته شي، نن ورځ مو همدغه ستونزه په نظر کې نېولې او د یو داسې څښاک په اړه خبرې کوو، چې نه یوازې دا چې د انسان بدن به دومره ګرم کړي چې بستره به پرېږدي، بلکې په استعمال سره به یې ټول ورځ چست و چالاک او د سړو په وړاندې به انرژي ترلاسه کړئ.

ګوړه پخپل جوړښت کې داسې ځانګړتیا لري، چې په ګرم ساتلو کې مرسته کوي، چې په همدې سبب د ژمي په موسم کې په هر یو کور کې استعمالېږي او موږ هم هڅه کړې ترڅو تاسې ته دا در وښایو چې د ورځې پیل د ګوړې په اوبو سره کول څه ګټې لرلی شي.

یوه پیاله اوبه راواخلئ، وایشوئ، بیا پکې په لږ اندازه ګوړه واچوئ او تر هغې یې پخه کړئ ترڅو ګوړه په اوبو کې حل شي، بیا راښکته کړئ چې تیار شوی مشروب لږ سوړ شي، کله چې سوړ شو بیا یې وڅښئ.

دا څښاک نه یوازې دا چې خوندور وي، بلکې لاندې ګټې هم لري: د انسان بدن د سړو په وړاندې تیاروي او انرژي ورکوي. د ټوخي، زکام او نزلې څخه مو ژغوري. د ستوني د سوخت مخنیوی کوي، تنفسي نلونه پاکوي او د اړوند ناروغیو مخنیوی کوي.

دفاعي سیستم پیاوړی کوي او د ناروغیو په وړاندې مو اماده کوي. د هضم مرحله تېزوي، د قبض څخه مخنیوی کوي اړ معده پیاوړې کوي. وزن کموي او په ګوړه موجود طبیعي خوږلت د اضافي وازدو په اوبه کولو کې مرسته کوي، خو باید یاد مو وي چې د شکرې ناروغان باید له ډاکټر سره مشوره وکړي.

دا هم ولولئ

په ګډه خوراک کول یا له نورو سره خواړه شریکول تاوان لري

یوې څېړنې ښودلې، چې یو زیات شمېر خلک په دې نه پوهېږي چې کله هغوی …