کورپاڼه / روغتيا / ولې په دې موسم کې مالټې د خپل خوراک برخه وګرځوو؟

ولې په دې موسم کې مالټې د خپل خوراک برخه وګرځوو؟

د مالټو موسم بیا راوګرځېده او دا یوه داسې تروشه مېوه چې د هر عمر خلک یې خوښوي او په خپله مبارکه خېټه کې ورته ځای ورکوي. خو ایا پوهېدئ چې مالټې یوازې ۸۸ کالوري لري، خو غوړ، کلیسترول او سودیم یې د نشت برابر وي او همدا لامل دی چې بې شمېره روغتیایي ګټې لري.

مالټه په ویټامین سي بډایه مېوه ده او د بدن اویا سلنه ویټامین پوره کوي، دفاعي سیستم پیاوړی کوي، د اوسپنې په ذخیره او جذب کې مرسته کوي او د هډوکو لپاره هم ګټور وي. همدا راز د فایبرو شتون یې هضم ښه کوي، قبض له منځه وړي، کلیسترول او شکر کموي او کولمو ته ګټور وي.

مالټه انټي اکسیدنټ لري چې د التهاب ضد خاصیت لري او د سرطان، زړه ناروغۍ، شکر، د مفصلونو ناروغۍ، ژور خپګان او د الزایمر خطر کموي او د پوتاشیم شتون د اعصابو لپاره د سون توکو په څېر وي او په دې د وینې فشار هم نارمل ساتي.

دغه راز زموږ بدن فولیټ ته هم اړتیا لري ترڅو ډي این ای او نور جینټکي مواد تیار کړي او حجرې وویشي او د امیندوارو میرمنو او نوي زېږېدونکي ماشومانو لپاره خورا مرستندویه وي او مالټي بیټا کیروټین هم لري چې د آزادو راډیکلونو پر وړاندې مقابله کوي.

بل لوري ته تیامین هم له مالټې لاسته راځي، چې غذایي مواد پروسیس کوي او خواړه په انرژۍ اړوي. خو دا هم په یاد لرئ چې مالټه د مالټې له جوسو غوره وي، ځکه چې په جوسو کې ځینې مواد کمېږي.

دا هم ولولئ

پالک وخورئ او روغ او سالم ژوند وکړئ

پالک چې تقریباً په هر کور کې پخېږي، ګڼې حیرانوونکې روغتیایي ګټې لري. روغتیایي کارپوهان …