کورپاڼه / روغتيا / څنګه کولی شو چې په ژمي کې د ویښتانو له توییدلو ځان وژغورو؟

څنګه کولی شو چې په ژمي کې د ویښتانو له توییدلو ځان وژغورو؟

د ویښتانو توییدل یوه طبیعي پروسه ده خو که چېرته توییدل له خپلې طبیعي اندازې ډېر شي، نو ستونزه ګڼل کېږي، خو له درملنې وړاندې اړینه ده چې لاملونه یې درک کړو.

د ویښتانو د توییدلو په لاملونو کې جینټکي ستونزې، هورمونیکي بدلونونه، په کومه ناروغۍ اخته کېدل او درمل د یادونې وړ دي، خو د ویښتانو د توییدلو ستونزې ډېر وخت په نارینه یا سړیو کې ترسترګو کېږي.

دا ستونزه په ژمي کې بیا په سړیو او ښځو کې زیاتېږي، خو دا چې په دې موسم کې د ویښتانو د تویېدو ستونزه څنګه له منځه یوسو؟ د دې کولو لپاره ترټولو ساده او خورا مؤثره لاره زده کړئ.

روغتیاپالان وایي چې د دې ستونزې یو ځل لامل دا هم وي چې موږ په دې موسم کې د اوبو استعمال کموو او د چایو بیا زیاتوو. نو که غواړئ له ستونزئ ځان وژغورئ نو د شپې پر ویښتانو د شړشمو تېل ووهئ او سهار یې ووینځئ.

همدا راز د ارهنډو تېل، د کوپرې تېل او اوبه په یوه اندازه راواخلئ، په یو بوتل کې یې واچوئ او دا ترکیب له لامبلو وروسته پر سر سپرۍ کړئ، ان شاء الله ستونزه به مو ژر حل شي.

دا هم ولولئ

په ګډه خوراک کول یا له نورو سره خواړه شریکول تاوان لري

یوې څېړنې ښودلې، چې یو زیات شمېر خلک په دې نه پوهېږي چې کله هغوی …