کورپاڼه / کرکټ / نور احمد لکڼوال هم د لنکا لیګ کې واخیستل شو

نور احمد لکڼوال هم د لنکا لیګ کې واخیستل شو

د افغانستان کرکټ لوبډلې چینامین توپ اچونکی نور احمد لکڼوال د سریلانکا په غوره لیګ یا لنکا لیګ کې د تبریز شمسي پرځای له ګال ګلیډیټرز لوبډلې سره ولوبېږي.

د معلوماتو له مخې، ګال ګلیډیټرز لوبډلې د ډرافټ په مراسمو کې د سویلي افریقا مخکښ ورو توپ اچونکی تبریز شمسي له ځان سره اخیستی و، خو اوس هغه نشي کولی چې په دې سیالیو کې برخه واخلي.

په سویلي افریقا کې د کورونا وایروس د نوې بڼې په خپرېدو سره الوتنې بندې شوي، یوازې دا نه بلکې د یاد هېواد او هالېنډ ترمنځ لوبې هم لغوه شوې او هند هم لوبې د یوې اوونۍ لپاره وځنډولې.

په دې سیالیو کې نجیب ځدراڼ له ډمبولا جاینټس، رحمن الله ګربز د جافنا کینګز او نوین الحق له کولمبو سټارز لوبډلې سره لوبېږي. د لنکا لیګ د راتلونکې ډسمبر په پنځه نېټه یا سبا ورځ د پنځو لوبډلو ترمنځ د دویم ځل لپاره په یو څه توپیر پیلېږي.

د معلوماتو له مخې سږ کال به د اېل پي اېل لیګ کې د آی پي اېل په څېر د اول کوالیفای، ایلیمنټري او دویم کوالیفای لوبې ترسره کړي. یعنې د جدول دوه غوره لوبډلې به د مخکې تګ بل چانس هم له ځان سره لري.

دا هم ولولئ

سنیل ګواسکر یو ځل پر ویرات کوهلي نېوکې وکړې

د هند پخواني کرکټ لوبغاړي سنیل ګواسکر د سویلي افریقا پر وړاندې ټیسټ لوبه کې …