کورپاڼه / هنر او کلتور / امیتاب بچن: فلمونو کې راته کار نه پیدا کېده ځکه مې د (کون بنیګا کروړ پتي) خپرونې کوربتوب په غاړه واخیست

امیتاب بچن: فلمونو کې راته کار نه پیدا کېده ځکه مې د (کون بنیګا کروړ پتي) خپرونې کوربتوب په غاړه واخیست

د بالیووډ سینما شهنشاه امیتاب بچن ویلي دي چې هغه په فلمونو کې د کار نه پیدا کېدو په سبب د (کون بنیګا کروړ پتي) خپرونې کوربتوب په غاړه واخیست.

د (کون بنیګا کروړ پتي) د هندي تلویزیون ترټولو مشهوره لوبېز خپرونه ده، چې له تیرو ۲۱ کلونو راهیسې په تلویزیون کې خپریږي. دا خپرونه له پیل څخه امیتاب بچن لخوا خپرېږي، خو یوازې درېیم پړاو کې یې شاه رخ خان کوربه و.

د دې خپرونې د شهرت اټکل له دې څخه هم کېدای شي، چې په دې وروستیو کې یې ۱۰۰۰ قسطونه یا برخې بشپړې شوې، خو شهرت یې لا هم د لومړۍ ورځې په څېر دی.

د (کون بنیګا کرور پتی) د ۱۰۰۰ قسطونو له بشپړیدو وروسته امیتاب خپله لور شوویتا نندا او لمسۍ نویلي نوییلا نندا ته د خپرونې په یوه ځانګړې برخه کې بلنه ورکړه او جیا بچن د ویډیو کال په مرسته له دې درېیو سره یوځای شوه.

د خپرونې پرمهال امیتاب بچن احساساتي شو او د خپرونې د کوربتوب کولو لامل یې هم وښوده او د خپل سفر په اړه یې وویل، کله چې ماته د خپرونې وړاندیز وشو نو خلکو ویل چې اوس له سینما، تلویزون ته ځي چې شهرت ته یې زیان رسوي.

نوموړی وایي چې خلکو خو خبرې کولې، خو ماته په فلمونو کې کار نه پیدا کېده، مالي حالت مو هم ښه نه و، ځکه د دې خپرونې کوربتوب مې په غاړه واخیست او کله چې لومړۍ برخه خپره شوه او خلکو غبرګون وښوده نو داسې ښکارېده لکه زما ټول ژوند چې بدل شوی وي.

دا هم ولولئ

سنیتا او ګویندا

ګویندا ولې تر یو کاله پورې خپل واده پټ ساتلی و؟

د هندي سینما د مشهور اداکار ګویندا او د هغې مېرمن سنیتا د واده ۳۶ …