کورپاڼه / ريکارډونه / اعجاز پټېل په هند کرکټ لوبډلې ریکارډ جوړ کړ

اعجاز پټېل په هند کرکټ لوبډلې ریکارډ جوړ کړ

د نیوزیلېنډ کرکټ لوبډلې ورو توپ اچونکي اعجاز پټېل د هند په لوبډله ریکارډ جوړ کړ، نوموړي په یوه پاڼۍ کې لس واړه ویکټې پخپله ترلاسه کړې.

اعجاز پټېل د هند پر وړاندې د دویمې ټیسټ لوبې په لومړۍ پاڼۍ کې ۴۷.۵ اورونه ترسره کړل، ۱۲ اورونه یې میډن ویستل، ۱۱۹ منډې یې ورکړې او لس واړه ویکټې یې ترلاسه کړې.

له اعجاز پټېل وړاندې دا کارنامه د هند لوبډلې مخکښ ورو توپ اچونکي انیل کوملي او د انګلستان لوبغاړي جیم لاکر ترسره کړې، چې اعجاز پټېل په دې نوملړ کې درېیم لوبغاړی شو.

د یادونې وړ ده چې اوسمهال په ممبۍ کې د هند او نیوزیلېنډ ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو دویمه لوبه روانه ده، چې هند په لومړۍ پاڼۍ کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو ۳۲۵ منډې جوړ کړي.

په دې لوبه کې ماینک اګروال ډېر ښه وځلېده، هغه ۱۵۰ منډې جوړې کړې. له دې وړاندې د دواړو لوبډلو ترمنځ شل اوریزه لوبلړۍ هند د ۳-۰ ګټلې وه او ټیسټ لوبه مساوي پای ته رسېدلې وه.

دا هم ولولئ

تبریز شمسي: زه ویاړم چې زموږ لوبډلې هند ته د ماتې ورکولو ننګونه په غاړه واخیسته

سویلي افریقایي مخکښ ورو توپ اچونکي تبریز شمسي ویلي چې د هند کرکټ لوبډلې پر …